د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هند له افغانستان سره د پوځي همکارۍ چمتووالی ښودلی"


د افغانستان د فاع وزارت وايي چې هند له افغان ځواکونو سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن (شنبه) مشال راډیو ته وویل چې دا مرستې د ځواکونو د روزنې، هوایې تجهیزاتو او پلیو ځواکونو د اړتیاوو په برخو کې دي.

نوموړي زياته کړه، هند چې کومې ژمنې پخوا کړي، د هغو په برخه کې يې هم چمتووالی ښودلی دی.

یو شمیر رسنیو دا راپور هم ورکړی چې ولسمشر غني به په نږدې راتلونکي کې هند ته سفر وکړي.

د هند لومړي وزیر نريندر مودي تر دې وړاندې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د پوځي تجهیزاتو په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG