د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی سفير له افغان چارواکو سره پر پرمختيايي پروژو غږېدلی.


د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن(شنبه) په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین سره وکتل.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دواړو لوریو په افغانستان کې د پاکستان په مالي مرسته تر کار لاندې پروژو په اړه خبرې کړې دي.

دوی همدا راز د مالیاتو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کېدو هم بحث کړی.

خبرپاڼه وایې په دې کتنه کې پرېکړه شوې چې د دواړو هیوادو یوه مشترکه ډله دې جوړه کړل شي ترڅو د پروژو له کارونو په منظمه توګه څارنه او نظارت وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG