د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د کریموف جنازه کې ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ


ولسمشر غني د ازبکستان د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په هدف نن سهار هغه هېواد ته سفر وکړ...

ولسمشر غني د ازبکستان د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په هدف نن(شنبه) سهار هغه هېواد ته سفر وکړ.

د ارګ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د ازبکستان سمر قند ښار ته، چېرته چې ټاکل شوې د اسلام کریموف جنازه وشي او په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شي ورشي.

د ولسمشر د ویاند یوه مرستیال دواخان مینه پال په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

"ولسمشر غني نن(شنبه) سهار د ازبکستان د جمهور رئیس اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره ددغه هېواد سمرقند ښار ته ولاړ."

د ارګ ماڼۍ وايي،د اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې به د سیمې او نړۍ ډېری مشران ګډون وکړي.

له دې وړاندې ولسمشر غني د اسلام کریموف د مړینې له کبله غمرازي ښودلې وه.

د ارګ ماڼۍ د یویې خبرپاڼې په خپرولو سره همدا راز ویلي چې اسلام کریموف د ازبکستان د ولسمشر په توګه په تيرو څه باندو دوو لسیزو کې د خپلو خلکو لپاره بې ساري خدمتونه کړې دي.

ولسمشر غني همدا راز ویلي چې افغانستان او ازبکستان ډېر ګډ کلتوري او اجتماعي مشترکات لري او د اسلام کریموف رول نه یوازې د دواړو هېوادونو په نږدې والي بلکې د سیمې په کچه یې رول د پام وړ او مهم وه.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ولسمشر غني د اسلام کریموف ځای ناستي ته د بریا او د ازبکستان خلکو ته یې د پرمختګ، ښه ژوند او هوساینې هیله کړې ده.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف تېره ورځ د مغزي خونریزۍ له کبله د تاشکند په یوه روغتون کې د ۷۸ کلونو په عمر ومړ.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG