د لاسرسي ځای

د افغانستان د کندز ولایت سیمه ییز چاواکي وايي د کندز – تخار لويه لاره د ۱۸ ورځو تړل کېدو وروسته خلاصه شوې ده.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې دغه لاره د افغان ځواکونو د شپږ ورځنیو تصفیوي عملیاتو وروسته تېر ماښام پرانیستل شوه.

نوموړي وویل د دغې لويي لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې یې بېرته فعاله کړي او هلته يې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

دغه لویه لاره په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو له امله تړل شوې وه خو طالبان وایي چې دغه لاره دوی د ولسي وګړو د غوښتنو په اساس خلاصه کړې ده.

XS
SM
MD
LG