د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان برید: د وژل شویو شمېر ۱۳ ته ورسېد


د خېبر پښتونخوا په مردان کې پر عدالت په شوي بريد کې د وژل شويو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، يو زخمي کس پرون(جمعه) په مردان روغتون کې ساه ورکړه. په وژل شویو کې څلور وکيلان، درې پوليس او شپږ ولسي وګړي شامل دي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر د جمعې په ورځ په مردان کې د پيښې ځای کتو پر وخت له خبريالانو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د وسله والو پر ضد بريالي عمليات شوي دي.

د خېبر پښتونخوا واکمن ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان د پېښې په غبرګون ويلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په فاټا کې ايیني اصلاحات او افغانستان کې د حالاتو سمېدو ضرورت دی.

تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د مردان پيښې ذمه واري منلې ده.

په دې اړه پوره رپورټ په لاندې غږ کې اورېدان شئ.

مردان برید: د وژل شویو شمېر ۱۳ ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG