د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان وايي، کریموف سخت ناروغه دی، رویټرز یې مړ بولي


د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف
د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف

که څه هم له تیرو څو ورځو راهیسې د کریموف د ناروغۍ خبرونه خپاره شوي خو چارواکو د ده د روغتیايي حالت په اړه له څه ویلو ډډه کوله. نن سهار د لومړي ځل لپاره دولتي رسنیو راپور ورکړ چې کریموف په نازک حالت کې دی.

رویټرز خبري آژانس د دریو ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله په راپور کې لیکي چې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف مړ شوی دی. دې سرچینو چې رویټرز آژانس یې شناخت نه دی ښودلی تایید کړې چې اته اویا کلن کریموف د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی.

تراوسه څرګنده نه ده چې د کریموف پرځای به څوک د ازبکستان راتلونکې ولسمشر وي. ازبکستان د منځنۍ آسیا هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات نفوس لري. کریموف خپل ځایناستی نه دی غوره کړی خو څارونکي وايي چې ښايي د قدرت انتقال په اړه پریکړه د جګپوړو چارواکو او د کریموف کورنۍ غړیو په ګډون د بندو دروازو شاته وشي.

د څارونکو په باور که دا غونډه د کریموف د ځایناستي په ټاکلو بریالۍ نشي نو ښايي ازبکستان چې ۳۲ میلیونه وګړي لري بې ثباته شي او د اسلامي دولت ډلې، په څېر د ترهګرو ډلو هدف وګرځي.

د ازبکستان حکومت د کریموف د مړینې خبر تراوسه نه دی تایید کړی خو کابینې نن اعلان وکړ چې نوموړی په روغتون کې او په نازک حالت کې دی. دا اعلان نن سهار د خلق سوزي Halq Sozi په نوم د ازبکستان دولتي ورځپاڼې او د کابینې رسمي ویبپاڼې خپور کړ. په بیان کې راغلي چې کریموف د اګست په ۲۴ مه روغتون ته انتقال شو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې وضعیت خراب شو او ډاکټران یې وضعیت اوس نازک ګڼي.

چارواکو او د کریموف کورنۍ دا خبر له تېرو څو ورځو راهیسې پټ ساتلی و خو د لومړي ځل لپاره د یکشنبې په ورځ کابینې خبر ورکړ چې کریموف په روغتون کې بستر شوی مګر د هغه د نازک حالت په اړه یې هېڅ نه و، ویلي. د هغې ورځې په سبا د کریموف لور لاله کریمووا پر خپله انسټاګرام پاڼه په یوه بیان کې وویل چې د پلار د مغزي رګ یې شلېدلی دی. په ځینو ناتایید شوي راپورونو کې راغلي چې کریموف د اګست په ۲۹ مه مړ شوی.

د کریموف د مړینې په اړه شکونه هغه مهال زیات شول چې پرون په پلازمینه تاشکند او نورو لویو ښارونو کې له پخواني شوروي اتحاده د ازبکستان خپلواکۍ کلیزه د اسلام کریموف په غیاب کې ولمانځل شوه او د هغه پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په بېلابېلو سیمو کې پرون لارې، کوڅې د پاکولو په پلمه بندې شوې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېده.

ویل کېږي چې د ازبکستان وزیر اعظم شوکت میرزایوف سمرقند ته رسېدلی او رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف هم چین ته خپل سفر لنډ کړی او ښايي سبا ازبکستان ته ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG