د لاسرسي ځای

تازه خبر

له حامله ښځو سره د خېبر پښتونخوا حکومت مرسته


د خېبر پښتونخوا روغتیا اداره وايي، د یوه نوي پروګرام له لارې هرې هغې حامله ښځې ته پیسې ورکوي چې د ماشوم تر پیدا کېدو پورې ټولې معاینې او درملنه په سرکاري ډاکترانو او دایانو وکړي.

د پروګرام مشر ډاکتر صاحب ګلد پنجشنب په ورځ مشال راډیو ته وویل، حامله ښځو ته د هرې معاینې پر وخت وړیا درمل او تر ۲۷۰۰ روپیو پورې مرستې هم ورکول کېږي. ده زیاته کړه چې دا پروګرام په ټولو ضلعو کې عملي شوی خو په تور غر کې ځکه نه دی عملي شوی چې هلته ښځینه روغتیايي کارکوونکې نشته. خو په صوبايي اسمبلۍ کې د تورغر استازی زرین ګل وايي، حکومت ته په کار دي چې په ضلع کې ښځې وروزي او یا ورته له نورو سیمو څخه ډاکترانې او روغتیايي کارکوونکې ورولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG