د لاسرسي ځای

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، په شام کې د ترکیې پوځي مداخله بریالۍ شوې ده او ۴۰۰ مربع کیلومیټره سیمه یې د اسلامي دولت له وسله والو او کردۍ ملېشه ځواکونو څخه پاکه کړې ده.

اردغان د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې دواړه ډلې ترکیې ته ګواښ دي خو کردي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې پر ضد په جګړه کې د امریکا نېږدې متحدان دي.

اردغان وویل، شامۍ کردۍ ملېشه د فرات سیند ختیځ لوري ته د شاتګ موافقې په پابندۍ کې پاتې راغلې.

د شامیو کردانو پر سر له اردغان سر د سخت اختلاف باوجود د امریکا دفاع وزارت بېګا د نوموړي د دې دعوې تصدیق وکړ چې ترکیو ځواکونو له وسله والو څخه د سرحدي سیمو په پاکولو کې پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG