د لاسرسي ځای

د باچاخان پلرنی کور دې قامي میراث وګرځول شي


په پېښور کې د کلتوري میراث شورا په نوم یوې ټولنې د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومته غوښتنه کړې چې د خدايي خدمتګار تحریک باني باچا خان پلرنی کور دې قامي میراث وګرځوي.

د کلچرل هیریټېج کونسل یوه مشر شکیل وحید الله خان تېر ماښام د پېښور خبریالانو په مرکز کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د باچا خان کور دې په میوزیم بدل کړي: کټ

د کلتوري میراث ټولنې مشرانو وویل، د باچا خان پلرنی کور یو تاریخي ځای دی چې ورته د جنوبي اسیا یو شمېر مشران ورغلي ول. مشال راډیو په ۲۰۱۲ز کال کې د چارسدې په اتمانزیو کې د باچا خان کور په اړه یو رپورټ جوړ کړی وو چې هغه مهال په ۱۰۰۰ روپۍ میاشتینۍ کرایه ورکړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG