د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پر عیسايي کالونۍ برید


پېښور کې پر عیسايي کالونۍ برید
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور پر کرېسچیین کالونۍ وسله وال برید پای ته رسېدلی دی. له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي ساجد نواز مشال راډیو ته وویل، څلورو وسله والو د جمعې پر سهار شاوخوا شپږ بجې پر کالونۍ برید وکړ چې پکې یو عیسوی وژل شوی دی. ده زیاته کړه چې په برید کې دوه امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي. دا سیمه د پېښور له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلومیټره لیرې ده چې پکې اکثریت د عیسویانو دی. د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار په خپل بیان کې وویل، په نښته کې یې ټول څلور وسله وال وژلي دي. تحریک طالبان پاکستان جاعت الاحرار د برید ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG