د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور او مردان کې بریدونه، ۱۱ کسان وژل شوي دي


پېښور/مردان - په مردان کې چاودنه او ډزې شوې دي چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل، پېښه د جمعې پر سهار د مردان کچهرو په وره کې شوې ده چې پکې شاوخوا ۴۰ ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.

دی وايي، په وژل شویو او ژوبلو کې پولیسان، وکیلان او ولسي وګړي شامل دي.

فیضي زیاتوي چې په ژوبلو کې د ځېنو روغتیايي حالت خراب دی.

د مردان یو سرکاري وکیل تیمور خان وايي، لومړی چاودنه شوې او وروسته ډزې هم شوې دي.

د مردان پولیسو مشر فیصل شهزاد تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، دا یو ځانمرګی برید وو او وسله وال له اتو تر ۱۰ کیلوګرامه پورې چوونکي مواد کارولي دي.

هلته د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور پر کرېسچیین کالونۍ وسله وال برید پای ته رسېدلی دی.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي ساجد نواز مشال راډیو ته وویل، څلورو وسله والو د جمعې پر سهار شاوخوا شپږ بجې پر کالونۍ برید وکړ چې پکې یو عیسوی وژل شوی دی.

نواز وویل، دا سیمه د پېښور له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلیومیټره لرې ده چې پکې اکثریت د عیسویانو دی.

ده زیاته کړه چې په برید کې دوه امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

هلته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار په خپل بیان کې وویل، په نښته کې یې ټول څلور وسله وال وژلي دي.

تحریک طالبان پاکستان جاعت الاحرار د مردان او پېښور بریدونو ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG