د لاسرسي ځای

د پاکستان مشر قاضي د کوټې پېښې ګروږنه وکړه


د اګست پر اتمه پر کوټه ښار یو لوی ناورین تېر شو

د اګست پر اتمه پر کوټه ښار یو لوی ناورین تېر شو

چيف جسټس انور ظهير جمالي له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) د پاکستان آیين ۱۸۴ مې مادې تر ۳ شق لاندې د رجسټرار په ليک اخيستی دی۔

د پاکستان چيف جسټس جسټس انور ظهير جمالي د کوټې پېښې له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) اخيستی دی او د حکومت لخوا د پېښې په ورځ او تر هغې ورستو د اغېزمنو ګامونو په نه پورته کولو خپګان ښودلی دی۔ نوموړي په یوه امر کې د بلوچستان چيف سيکرېټري، اېډوکېټ جنرل او آی جي بلوچستان يې د ستمبر په ۲۰مه نېټه د ورغوښتي دي. د اګست میاشتې پر اتمه نېټه د کوټې په لوی روغتون کې پر وکیلانو ترسره شوي ځانمرګي بم برید ۷۴ تنه ووژل چې ډېری یې وکیلان ول او تر سلو زیات ژوبل ول.

په ګروږنه (نوټس)کې ليکل شوي دي چې د کوټې پېښې عموما په ټول ملک او په خاصه توګه په بلوچستان کې د حکومتدارۍ په اړه شکوکونه زېږولي دي.

د ګروږنې له مخې په کومه منظمه طريقه چې په کوټه کې برید شوی دی نو د دې له وجې په سرکارې ادارو او سياسي نظام سوالونه اوچت شوي دي۔ په امنیتي انتظاماتو کې کمی د صوبايې حکومت او قانون نافذوونکو ادارو د ناکامۍ اشاره ورکوي.

په ګروږنه یا نوتس کې دا هم ويل شوي دي چې پېښې وروسته د کوټې په هسپتالونو کې د صحت سهولتونو کموالي له وجې هم د ډېرو خلکو ژوند ته زيان رسېدلی دی.

د چيف جسټس له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) په فيصله د بلوچستان های کورټ بار کونسل وکیلانو ډاډ او اطمينان ښودلی خو په دې اړه یې خپل تحفظات هم ښودلي.

د بلوچستان های کورټ بار کونسل پخواني صدر او د وکلا موومنټ غړي ساجد ترين مشال راډيوته وويل چې په پاکستان کې په وړو وړو خبرو ډېر زر ازخود نوټس اخيستل کېږي خو د ملک پر يوه غټه اداره د حملې دومره ورځې پس نوټس اخيستل د افسوس خبره ده.

په نوټس کې ويل شوې دې چې د کويټې حملې نه پس هم صورتحال ډير ښه نه وو او داسې معلومېده چې پېښه د زړه او نظره اوباسلي شوه۔او په حمله کې ککړ کسانو خلاف کاروايانو او يا داسې حملې د بيا کېدو مخنيوي لپاره هېڅ نه کېږي۔ بل خوا صوبايي حکومت هم په دې لړ کې څه موثره ګامونه نه دي پورته کړي.

د بلوچستان های کورټ بار اېسوسي ايشن جنرل سيکرټري نصيب الله ترين وايي چې تر اوسه پورې د حکومت لخوا نه خو د مړو شوو کسانو کورنو او نه د زخميانو سره څه مالي مرستې شوې دي.

نصيب الله زياته کړه چې له خپلې مخې ګروږنه (از خود نوټس) د ستاينې وړ خبره ده خو حکومت باید د وکیلانو تحفظ لپاره په هنګامي او ضروري بنيادونو ګامونه پورته کړي.

د رجسټرار لیکلې یادګېرنې (نوټ) تر جاج اخيستو ورستو چيف جسټس انور ظهير جمالي هدايت جاري کړ چې د بلوچستان چيف سيکرټري، اېدوکېټ جنرل او آی جي بلوچستان دې د ستمبر پر شلمه ۲۰ نېټه د دغه کېس اوريدو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG