د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ژوند کوم سندرې را -ته راوړه'


نور بادشا یو خپلواک ژونالیسټ او لیکوال
نور بادشا یو خپلواک ژونالیسټ او لیکوال

د شاعرۍ په اړه مې مخکې پر خپل فېسبوک پاڼه ځینې پوسټونو کړي ول، ځینو ملګرو په زړه اخیستي ول او خپه شوي ول، نن به د شعر او شاعرۍ په ګټو لږ څه وليکم.

شاعري هغه څه ده چې څه حقيقتونه په ښو او لنډو ټکو کې بیان کړي او د کتونکي یا اورېدونکي له خولې بې اختياره " واه " وباسي.

شاعري په الفاظو د حقيقتونو انځورونه باسي، چې هر سړی يې نه يواځې اوري، بلکې په زړه کې يې يادوي او په بېلابېلو موقعو يې ذکر کوي.

شاعري په لنډو ټکیو کې يوه داسې فلسفه ده چې يو يو ټکی او یو يو شعر یې دومره زور او فلسفه لري چې يو کتاب پرې ليکل کېدای شي.

شاعري حقيقتونه د خيالونو او خيالونه د حقيقتونو په ټکو کې رانغاړي.

شاعري په لنډو ټکیو کې يوه داسې فلسفه ده چې يو يو ټکی او یو يو شعر یې دومره زور او فلسفه لري چې يو کتاب پرې ليکل کېدای شي.

شاعري د انساني احساساتو د تجربو د انځورګرۍ نوم دی، انسان هر وخت په څه نا څه جوړولو، نظر ورکولو بوخت وي څه نا څه فکر کوي خو په دې انسانانو کې ځینې بيا داسې خلک وي چې هغه هر څه ته ډېر په ژور نظر ګوري، هر څه د خپلو الفاظو په قيد کې په داسې انداز قيدول غواړي چې ځای هم ډېر ونه نيسي او دغه الفاظ نور خلک هم متاثره کړي.

دغه خلک شاعران وي او د يو قام، ټولنې د ژبې او کلتور او ليک لوست ژوندی ساتي. په يو قام کې خلک ډېر پيدا کېږي مړه کېږي, تېرېږي راتېرېږي او تر مرګ وروسته قام ته هېڅ پرې نږدي، خو شاعران اديبان هغه خلک دي چې دوی په خپل ژوند کې څه وليکي، نو تر مرګ وروسته يې لیک خپل راتلونکې کهول ته په میراث کې پاتېکېږي او په دغه چل خپله ژبه او ليک لوست ژوندی وساتي.

پهنړۍ کې د زرګونو کلونو په حساب څومره مخلوق تللی او راغلی، د چا په اړه هېڅ مالومات نشته خو يواځې شاعران او اديبان هغه خلک دي چې په هغه وختونو کې يې د خپل زړه اظهارونه او د خپل فکر بل ته رسولو لپاره یې په ګټو او تاريخي ځايونو ليکل کړي او د اوس وخت خلکو ته يې پرېښودي، چې دا هم د دې شاعرۍ برکت دی چې داسې د ليک له لارې يوه خپلوي پاتې ده.

زموږ خپله پښتو ژبه يواځې شاعرانو اديبانو راټينګه کړې، ځکه چې په اوس وخت کې پښتو نه په مکمله توګه دولتي ژبه ده او نه د تجارت، يواځې د شاعرانو او اديبانو ژبه ده چې څه وليکي او په دې اميد يې پرېږدي چې کيدای شي تر ده وروسته به یې نور ولولي.

شاعران په خپله شاعرۍ کې خپل قام او وطن ستايي، د وطن ساتونکي ستايي. شاعري یو داسې کشش لري چې د انسان تر زړه رسي او حوصلې بيداروي.

شاعران زموږ اتلان دي، که شاعران نه وای، هارون باچا به څه ويل، سردارعلي ټکر، ګلزار عالم او ناشناس به څه ويل؟ ممتاز اورکزي، ميوند فدا، امجد شهزاد به څه ليکل؟ دا هم د ميوند فدا يو شاهکار به هم نه وای: " ژوند کوم سندرې راته راوړه الوځم وزرې راته راوړه.

لیکنه: نور بادشاه

XS
SM
MD
LG