د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو یې کې د وسلهوالو بریدونه په شا تمبولي او وضعیت د دوی تر کنټرول لاندی دی.
دفاع وزارت وايي، د وسلهوالو د بریدونو د زیاتېدو په مقابل کې هره ورځ افغان ځواکونه ځانګړي عملیات کوي چې د پنجشنبې په ورځ هم په ۱۴ ولایتونو کې د دغه ځواکونو ۱۷ عملیاتونه دوام لري.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري مشال راډيو ته وویل چې که څه هم وسلهوالو په ځینو ولسوالیو کې ستونزې جوړ کړي خو په ټوله کې وضعیت د دوی تر کنټرول لاندی دی.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"زموږ هوايي بریدونه، د خاصو او سیمه ییزو ځواکونو عملیات روان دي په هرځای کې چې دښمن سر پورته کړي زموږ قطعات د دې توان لري چې هلته ورشي او ویې ځپي."
د دفاع وزارت په داسې حال کې پر حالاتو د کنټرول خبره کوي چې عملاً د بغلان دهنه غوري او د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاس کې دي او دغې ډلې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کندز، بغلان، تخار، هلمند، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې خپل بریدونه پراخ کړي دي.
څلور ورځې وړاندې د پکتیا مدني فعالانو هم اندیښنه وښوده چې وسلهوالو طالبانو د جانيخېلو ولسوالۍ په نیولو سره پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو ته جدي امنیتي ګواښونه پېښ کړي دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې افغان ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې توان لري او وسلهوال طالبان له ماتې سره مخامخ دي.
له دې ټولو سره ـ سره یو شمېر پوځي کارپوهان بیا وايي چې طالبانو په وروستیو بریدونو سره د افغانستان امنیتي وضعیت ننګولی دی.
پوځي کارپوه عبدالهادي خالد وايي:
"دوی په هلمند کې فوق العاده فعاله دي، په کندز کې فعاله دي په بغلان کې فعاله دي په پکتیا کې فعاله شوي چې د جانيخېلو پېښه به مو اوریدلې وي په ننګرهار او فراه کې فعاله دي خو ښه والی یې دا دی چې ملي قواوو په تېر یو، یو نیم کال کې د مستقلانه دفاع په برخه کې ښې تجربې ترلاسه کړې دي."
ښاغلی خالد وايي، که افغان حکومت د ځواکونو د ښې سمبالنې او تجهیز ترڅنګ د ملکي حکومتوالۍ او د ټولنیز عدالت د تامینلو په برخه کې ژر تر مؤثره ګامونه پورته نه کړي جګړه به همداسې دوام پیدا کړي او په لنډ وخت کې به د امنیتي وضعیت د بهبود امکان خورا کم وي.
محمد حدیث پردېس