د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د تشددزده مړیو ډي اېن اې ټېسټ کولو منظوري


د پاکستان سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ په بلوچستان کې په تېرو دوو کلونو کې د موندل شویو تشددزده مړیو د ډي اېن ټېسټ کولو منظوري ورکړې ده.

د سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ د چارشنبې په ورځ د بلوچستان پولیس محکمې چارواکو ته هدایت کړی دی چې په دې لړ کې دې ضروري اقدامات اوچت کړل شي او د مسخ کړیو مړیو ډي اېن اې ټېسټ دې وکړل شي.

په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سېنېټ بشري حقونو کمېټۍ غړي سېنېټر فرحت الله بابر وویل، د سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ ته وویل شول چې په تېرو دوو کلونو کې دوپنځوس (۵۲) مسخ کړل شوي مړي ترلاسه شوي وو او د دغه کسانو په اړه د خپلو خپلوانو لخوا پوښتنه هم نه ده شوې چې د اندېښنې وړ خبره ده.

په خپلو خبرو کې سېنېټر فرحت الله بابر زیاته کړه چې دا دوپنځوس کسان د بلوچستان له داسې سیمو ترلاسه شوي چېد پولیسو عملداري هم پکې شته.

ده دا هم وویل په هغو سیمو کې چې د پولیسو عمل دخل نشته نو هلته به د دغه ډول مړیو شمېره څومره وي؟

"په بلوچستان کې دوه علاقې دي چې په اې او بي ایریا مشتملې دي، مطلب دا چې په اې ایریا کې د پولیسو اختیار شته او په بي کې نه نو په دې دواړو علاقو کې څومره مړي په تېرو دوه کالو کې ترلاسه شوي دي نو د هغې تفصیل مو د پولیسو له مشره غوښتی دی او ورسره ورسره موږ ته دې د هاغه کسانو په اړه چې اېف ای ار یې خپلو خپلوانو نه دی کړی بلکې ریاست کړی دی نو موږ ته دې د هغې کاپیانې راکړل شي او دا مو ورته ویلي دي اینده به ډي اېن ټېسټ لازمي وي او تاسو به د پارلیمان دا کميټۍ باخبره ساتۍ چې څومره مړي له کومو علاقو ترلاسه شوي دي او موږ دا ډې اېن اې ټېسټونه کړي دي."

یاده دې وي چې د بلوچستان د پولیس محکمې مشر تېره ورځ د سېنېټ بشري حقونو قایمه کمېټۍ ته ویلي ول چې دې مسخ کړل مړیو په اړه چا هم په متعلقه تاڼو کې درخواستونه نه دي جمع کړي.

د بلوچستان پولیس مشر دا هم ویلي دي چې په بلوچستان کې د ډي اېن اې ټېسټ سهولت نه دی موجود او دا اعتراف یې وکړو چې موږ ډي اېن اې ټېسټ په لاهور ، کراچې او اسلام اباد کې کولی شو.

د سېنېټر فرحت الله بابر په وینا چې دا معاله اوس پارلیمان اوچته کړې ده نو هیله ده چې د مړیو پېژندګلو او شناخت لپاره به ډي اېن اې ټېسټونه وشي.

"د کوټې سانحې د ځانمرګي بریدګر ډي اېن اې ټېسټ په اسلام اباد کې شوی وو نو دوی چې دا کولی شي نو ولې تر اوسه په بلوچستان کې د تشددزده مړیو ټېسټونه نه کېدل، له دې به موږ ته د دې وجوهات مالوم شي ځکه چې دا خبره اوس پارلیمان ته راغلې ده نو که چا په خپله دا ټېسټونه ودرولي دي نو هغه به هم څرګند شي او که د پولیسو نااهلي وي نو هغه به مالوم شي نو زما په خپله دا خیال دې چې نن نه پس به پولیس او قانون نافذوونکې ادارې د ډي اېن اې له ټېسټه انکار نشي کولی. بل دا چې سپریم کورټ هم د ډي اېن اې ټېسټ هدایت ورکړی وو."

د بلوچستان بې درکه کړل شویو کسانو د خپلو خپلوانو تنظیم وایس فار بلوچ میسینګ پرسنز تېره میاشت غوښتنه کړې وه چې د بې درکه کړل شویو کسانو د مالوماتو لپاره حکومتي کمېشن دې تحلیل کړل شي او د یو حاضر سروس جج په مشرۍ دې یو کمېشن جوړ کړل شي.

XS
SM
MD
LG