د لاسرسي ځای

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن - سپین بولدک لار د څوارلس ورځو تر بندېدو پس د زیارت/پنجشنبې ورځ بیرته خلاصه کړل شو.

د دغه لارې په بیا پرانستلو دواړو غاړو ته سوداګرو خوښې ښودلې چې د اګست میاشتې له اتلسمې (۱۸ ) نېټې راهیسې پاکستان سرکار تړلې وه.

د چمن – سپین بولدک لار له تړل کېدو دواړو غاړو ته په سلګونه لاریانې اوکنټیران درول شوي ول چې د سوداګرو په خبره هره ورځ ورته یو لوی مالي زیان رسېدلو.

د څوارلس ورځو تر بندیدو ورسته د پنچشنبې ګهیځد لارې له پرانستلو سره یوځل بیا دواړو غاړو ته د ولس او ګاډو تګ راتګ بیا پیل شو.

پر دې مهال د پاکستان او افغانستان سرحدي عسکرو د سوداګرو او مساپرانو د ژغورنې لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي ول او هېڅوک هم د قانوني اسنادو پرته نه پرېږدي.

له چمنه یوه ځای خبریال مطیع الله و مشال راډیو ته وویل، په مالونو او اوسبزیانو بار ګڼې لارۍ او کنټېنرې له چمنه و سپین بولدک ته اوړي او له هغې غاړې په انګورو او خټکیو بار لارۍ چمن ته ور-اوړي.

دمطیع الله په وینا چې د چمن په تاریخ کې کله هم دغه لار تر دومره اوږدې مودې لپاره نه ده تړل شوې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د چمن یو کس علي خان وویل، چې لارې له خلاصېدو سره د چمن ولس ډېر زیت خوشاله دی لکه چې د اخترورځ وي، ځکه چې د لارې له بندېدو د چمن خلک سخته غوسه او خواشیني ول، د زرګونو خلګو روزګار په ټپه ولاړ وو.

د چمن - سپین بولدک ترمنځ لار تر هغه وروسته وتړل شوه کله چې د اګست میاشتې په ۱۸ نېټه د وېش په منډۍ کې ځینو مظاهره چینانو له باب دوستۍ څخه د پاکستان قامي بیرغ راشوه کړ او اور یې ورکړ.

تر هغه ورسته پاکستان په خپګان کې لار وتړله او له افغان چارواکو یې غوښتنه کوله د هغو کسانو ضد دې قانوني ګامونه واخلي چې د دوی قامي بیرغ یې سپک کړی دی.

له هغه وروسته پر ډیورنډ کرښه د چمن – بولدک لار خلاصولو لپاره د دواړو هېوادونو سرحدي عسکرو جګپوړیو چارواکو بیا بیا غونډې وکړې چې په بایله کې د چارشنبې ورځ د لار پر پرانستلو سلا شول او دا برېکړه یې کړې چې په راتلونکې کې به د دغه ډول پېښو پر وخت مخنیوي کوی.

د چمن - سپین بولدک پر لار هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زرو خلګه تګ راتګ کوي. پهدوی کې زیاتره د چمن هغه سوداګر دي چې د سپین بولدک د ویش په منډۍ کې دکانونه اومارکېټونه لري. د دې ترڅنګ له افغانستانه دعلاج لپاره ښځې اوماشومان هم د بلوچستان مرکز کوټې ته د درملنې لپاره ورځي. پر دغه لار هره ورځ په لویه کچه د افغان ټرانزیټ ټرېډ سامانونه و افغانستان ته لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG