د لاسرسي ځای

تازه خبر

د درد مړینې د ادب مینه وال دردولي


د پښتو ژبې وتلی شاعر پروفیسر رحمت الله درد د اګست په ۳۱ مه نېټه له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.
د پښتو ژبې وتلی شاعر پروفیسر رحمت الله درد د اګست په ۳۱ مه نېټه له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

د ارواښاد پروفیسر رحمت الله درد د مړينې درد په لږه شېبه کې پر ټولنيزه رسنۍ فېسبوک خپور شو او د علم او ادب سره تړلیو پښتنو یې پر مړینه خپګان ښودلی.

د پښتو ژبې وتلی شاعر پروفیسر رحمت الله درد د مړینې خبر د پښتونخوا سربېره په افغانستان او ټوله نړۍ کې پښتانه لیکوالان او شاعران دردولي دي.

ارواښاد درد د شلمې او يویشتمې پېړۍ په غزل بولو شاعرانو کې يو وتلی نوم و. د نوموړي د غزل په اړه د کابل پوهنتون استاد او په ټولنيزو او علمي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون ارواښاد درد د انسانیت شاعر وباله.

(د ده فکر او خیال يوازې په دې سيمې پورې محدود نه و، هغه د ټول عالم او د ټولو انسانانو درد و. د انسانیت درد ورسره و چې د ده شاعري په هر ځای کې خلک خوښوي. نو زما له نظره د ده شاعرانه فکر، شاعرانه ذهن او د ده د شاعرانه تصویرونو سپړنه چې ده هغه موږ ته په پښتو ادبیاتو کې يو زرین څپرکی دی.)

لیکوال او کره کتونکي ډاکټر نورالحبیب نثار ارواښاد درد د هندي سبک د شاعرانو له جملې څخه وګاڼه.

(د شیدا له زمانې چې د کوم نوښت ادعا کېږي، په هغو مدعیانو کې يو پروفیسر رحمت الله درد هم دی. زیاتره د ده په شاعرۍ يا غزل کې چې له کومو طریقو کار اخیستل کېږي، هغه هغو شاعرانو ته ورته دي، چې په تېره زمانه کې ورته د هندي سبک شاعري ویل کيدله. نو کله چې د پښتو په معاصره شاعرۍ خبره کېږي، په هغه کې ارواښاد درد په مخکښو شاعرانو کې راځي.)

وتلی شاعر پير محمد کاروان وايي، که د پښتو منتخبه شاعري راټولېږي نو د درد شاعري هم پکې ځای لري.

(زه فکر کوم چې که چېرته نقادان د پښتو غزل هغه شهکار غزلونه راټول کړي، نو د درد شاعري هم په هغو شهکارو غزلونو کې راتلای شي.)

لیکوال او نقاد انجینیېر راحت ګل زیارمل چې د ارواښاد درد شاعري يې لوستې، د هغه د غزلو څو نمونې راته وايي:

درد صیب چې کله د پښتون ولس روانې غمیزې په سر اخیستی دی او د دغې ولس لپاره يې چيغې وهلي نو بيا ترې هغه چیغې څه داسې شعر شوي دي چې:
د پښتنو ځمکه خو دومره بې امانه، نه وه
ورځ په انګار تېروو، شپه په ميږتون ملګرو
ستم خو دا دی چې په داسې دښمن واوړېدلو
چې نه رواج مني په ځان او نه قانون ملګرو

او بیا چې کله په روماڼيتک موډ کې شاعري کوي، نو هغه يې هم ځانګړې ده وايي چې:

زړه کې محبت او سپینه خوله کې اور
کاڼې کې اوبه او په اوبه کې اور
دا خو تا په سرو لپو اوبه څښلې
ما وې څنګه بل شو په ویاله کې اور


پروفیسر رحمت الله درد د خپل ژوند په اوږدو کې پريمانه شاعري کړې چې وخت په وخت يې په بېلابېلو نومونو د غزلونو کتابونه هم چاپ شوي لکه غزل، درد، منتخب درد، وفا، نون نه تر نون، هغه سترګې چې غړېږي، ویال سړی؛ چې دغه ټولې مجموعې يې په دا وروستيو کې د درد کلیات په نوم راټولې شوي دي.


ارواښاد پروفیسر رحمت الله درد په ۱۹۳۴ م کال د ډسمبر په څلورمه نېټه د خېبر پښتونخوا په لکي مروت مستيخېلو سیمه کې زیږېدلی او په ۲۰۱۶ م کال د اګست په ۳۱ مه نېټه د ۸۲ کلونو په عمر ومړ او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG