د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندزـ بغلان تړل شوې لویه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه


د کندزـ بغلان لویه لاره چې د پلخمري په بالا دوري سیمه کې د طالبانو له لوري تړل شوې وه نن غرمه مهال بېرته د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته خلاصه شوې ده.

نوموړی وايي، په یادو نښتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو افغان لوري ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه ویل.

طالبانو له یوې میاشتې راهیسې په کندز او بغلان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی خو افغان امنیتي چارواکي وايي چې تر ډېره د وسله‎والو بریدونه په شاه تمبولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG