یو امریکایی جنرال وایي چې عراقي ځواکونه کولای شي د سږ کال تر پایه د موصل مهم ښار له اسلامي دولت وسله والې ډلې څخه ونیسي.
په منځني ختيځ کې د امریکایي ځواکونو قومندان جو ووټېل، د سېشنبې په ورځ وویل، د عراق د وزیراعظم موخه دا ده چې دا کار د روان کال تر پایه تر سره شي.
نوموړي وویل، د عراق دوهم ستر ښار موصل د نیولو لپاره جګړه به سخته او مشکل وي.
جو ووټېل زیاته کړه چې د امریکا ملاتړ لرونکي عراقي ځواکونه وارله مخه د موصل په شاوخوا کې عملیات ترتیبوي چې د دې شاوخوا سیمو نیول هم پکې شامل دي.
عراقیو ځواکونو تیره اوونۍ د موصل له قیاره ښارګوټې د اسلامي دولت ډلې وسله وال اېستلي وو.
دا هغه ښارګوټی دی چې په راتلونکي کې پر موصل د عملیاتو لپاره ډېر مهم دی.