د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغان پوځ ته نوې الوتکې ورکوي


په هند کې د افغانستان سفیر شېدا محمد ابدالي وايي ، هند ژمنه کړې چې د افغانستان هوايي ځواک ته به نوې الوتکې ورکوي.

شېدا محمد ابدالي دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ ناوخته له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي وویل چې هند به په افغانستان کې پخوانۍ له کاره لوېدلې الوتکې هم بیرته ورغوي.

شېدا محمد ابدالي دا هم وویل چې هند د هغو افغان عسکرو شمېر زیاتولو ژمنه هم کړېده چې یاد هیواد ته د روزنې لپاره ورځي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی درتیز قدم شاه شهیم دا وخت هند په رسمي سفر تللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG