د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر ایجنسۍ کډوال ستنېدل غواړي


د خېبر ایجنسۍ له تیرا راجګل سیمې بې کوره کړل شوي خلک وايي، د پاکستان پوځ دې د دوی سیمه له وسله والو پاکه کړي او دوی دې ستانه کړي.

دا د افغانستان له ننګرهار ولایت سره لګېدلې هغه سیمه ده چې وسله والو په ۲۰۱۲م کال کې پرې قبضه کړې وه چې له کبله یې په زرګونه خلک بې کوره شوي وو.

د پاکستان پوځ د اګست پر شپاړسمه اعلان وکړ چې په دې سیمه کې یې نه یوازې د خیبر دویم په نامه عملیات پیل کړي بلکې ډېرې سیمې یې نیولې هم دي.

خو هلته فعالې یو شمېر وسله والې ډلې د پاکستاني پوځ دا ادعاوې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG