د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري: پاکستان دې په ترهګرو کې ښه او بد نه لټوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پر پاکستان غږ کړی دی چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د نورو هیوادونو ملګری شي.

جان کېري د سېشنبې په ورځ ناوخته په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سویراج سره ګډې خبري غونډې ته وویل ، په ترهګرو کې د ښه او بد پر اساس توپیر نشي کېدای.

جان کېري په افغانستان کې فعالیت کوونکې حقاني شبکې او په هند کې په بریدونه تورنې لښکر طیبه ډلې ته په اشاره وویل ، پاکستان باید هیڅ ډلې ته د پټېدو ځای ورنکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سویراج وویل ، موږ دواړه پر دې سلا شو چې هیوادونه باید په ترهګرو کې د ښو او بدو پر اساس دوه معیارونه ونه ساتي او نه هم هغوی ته پټنځایونه ورکړي.

جان کېري وویل، په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو د کلنیو غونډو پر مهال د امریکا ، هند او افغانستان درې اړخیزې خبرې اترې په دې مانا نه دي چې پاکستان یوازېتوب احساس کړي.

د جان کېري په وینا، زما هیله دا ده چې پاکستان د ملک په توګه له دې څخه د یوازېتوب احساس پر ځای وهڅېږي.

(د پاکستان له خوا تر اوسه په دې اړه دریځ مخې ته نه دی راغلی)

XS
SM
MD
LG