د لاسرسي ځای

د چمن او سپین بولدک لار تر مذاکراتو وروسته هم نه ده پرانیستل شوې


د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو د ناکامۍ له کبله د چمن او بولدک پوله نن( چارشنبه) په ۱۴مورځ هم تړل شوې ده.

د دې لارې د بېرته پرانستلو لپاره د سنېشنبې په ورځ د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمنځ څلورمه غونډه هم بې نتیجې پای ته ورسېده.

افغان چارواکي وايي، دا پوله پاکستان تړلې ده چې له کبله یې دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ دي.

تجاران وايي، د دې له وجه د دوی هره ورځ په کروړونو روپۍ تاوان روان دی.

دا له پوله له هغه وروسته وتړل شوه چې د اګست پر ۱۸منېټه په سپین بولدک کې د یو لاریون پر مهال د پاکستان بېرغ وسوځول شو.

XS
SM
MD
LG