د لاسرسي ځای

د سېشنبې ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د سلیمان غر په نوم کلنۍ مشاعره جوړه شوه.

په یاده مشاعره کې د ځايي چارواکو همدرانګه د پکتیا، میدان وردکو او غزني ولایتونو څخه د یو شمېر فرهنګپالو میلمنو سربېره په خپله د پکتیکا ولایت سلګونو شاعرانو او د ادب او فرهنګ مینه والو په کې برخه اخیستې وه.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت په خپلو پیلیزو خبرو کې دا ډول مشاعرې د ځوانانو او فرهنګیانو تر منځ د ملګرتوب په ټېنګولو کې ډېرې ګټورې او اغېزمنې وبللې.

ده وویل، چې دوی یواځې په مرکز ښرنه کې د دې مشاعرې په جوړولو بسنه نه کوي، بلکې غواړي دا بهیر ولسوالیو ته وغځوي او کلیوالي او اطرافي کسان هم پدې بهیرونو ورګډ کړي.

پکتیکا والي الیاس وحدت زیاته کړه:

((موږ به پکتیکا کې فرهنګي بهیر غښتلی کوو، موږ به کوښښ کوو چې دا بهیر لدې ځایه ولسوالیو ته وغځیږي، ګټه به يې داوي چې د ښاري او اطرافي سیمو د ځوانانو تر منځ به یو تړون رامنځته کړي، د فرهنګي فعالیتونو یوه ګټه داده چې ځوانان په خپلو کې سره یو کوي، د دوی د ملګرتیا سره یې فکرونه ملګري کیږي، چې فکرونه يې ملګري شي کارونه يې ملګري شي او کله چې دوی یو بل ته لاسونه سره ورکړي نو پر ستونزو بریاوې ترلاسه کیږي.))

د سلیمان غر کلنۍ مشاعرې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني هم پیغام استولی وو، چې د بشیر محمدي لخوا ولوستل شو.

په پیغام کې له پکتیکاوالو غوښتنه شوې وه، چې د فرهنګي او کلتوري میراثونو او ابداتو په ساتنه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي، او په خپله سیمه کې دې، د کلتوري او رسنیزو برخو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د غزني ولایت د کلیوال ادبي ټولنې مشر مجید ژړاند په خپلو خبرو کې دا ډول سترې مشاعرې او ادبي ناستې د فرهنګیانو په منځ کې د بیلابیلو افکارو او تجربو د شریکولو لپاره د یو فرصت په توګه یاد کړ.

ده له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو شعرونو کې دې د نورو مسالو پر ځای د ټولنې شته ناخوالې منعکسې کړي او په خلکو کې دې د سوله ییز ژوندانه مفکوره خوره کړي.

په دې مشاعره کې د نورو شاعرانو تر څنګ عبدالعزیز سرتیر، قرار او عبدالباري نعیمي هم خپل شعرونه ولوستل:

((۱-لکه دا شنه زرغونه ښکلې یو د لمر په رڼا

مناسب ندي، چې احسان باروي ستوري پر موږ

۲-چې دیدن ته دې درځم بسم الله وایم

په هر ګام، په هر قدم بسم الله وایم

ما يې ډېر برکتونه دي لیدلي

که څه ر اخلم که څه ږدم بسم الله وایم

۳-چې په کې ګل شي، ستا د غونډې زنې شنه خالونه

هغه سپرلي ته انتظار وکړه

چې ته اوربل خوروې، زه پرې درشیندم ګلونه

هغه سپرلي ته انتظار وکړه.))

د یادې مشاعرې یو برخه ټنګ ټکور او موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه، په یاده مشاعره کې ځنو شاعرانو خپل او د نورو شاعرانو شعرونه د ترنم په انداز وړاندې کړل، چې ګډونوالو په چکچکو بدرګه کول، رحیم الله حسیني هم د سلیمان غر د کلنۍ مشاعرې ګډونوالو ته په زړه پورې ترنم وکړ.

XS
SM
MD
LG