د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا سينير وزير: افغان کډوالو ته د پاکستان شهريت ورکړئ


د خیبر پښتونخوا سينير وزير عنايت الله خان او د صوبې وزیراعلی پرويز خټک
د خیبر پښتونخوا سينير وزير عنايت الله خان او د صوبې وزیراعلی پرويز خټک

د خيبر پښتونخوا وزير اعلی پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يوه کميټي اعلان کړې ده او ويلي يې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټره افغان کډوالو خلاف څه ډوله قانوني کاروايي نه کيږي.

په دې غونډه کې د پوليسو مشر ناصر دراني هم برخه درلوده.

وزير اعلا پرويز خټک نن پيښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې پوليسو ته يې هدايات جاري کړې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې نارجسټره افغان کډوال تنګ نه کړي.

"تر ۱۵ نومبر پورې به د نارجسټره افغان کډوالو پر ضد ايف آيي آر نه درج کيږي او نه به يې هم له پولې پورې اړوي. پوليس به ورته اخطار ورکوي چې تر ۱۵ نومبر پورې يا افغانستان ته ولاړ شي او يا دې هم قانوني کاغذونه برابر کړي. له ۱۵ نومبر وروستو که وفاقي حکومت افغان کډوال رجسټر کوي او يا د دوی په اړ څه بله فيصله کوي نو موږ به پرې عمل کوو."

د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د اعلان شوې کميټې مشر رستم شاه مومند وايي چې بايد صوبايي او مرکزي حکومتونه د افغان کډوالو په اړه خپله پاليسي په ډاګه کړي.

مومند زياته کړه: "د پاکستان د ادارو له وجې ځيني کډوال رجسټرډ شوي نه دي. د پاکستان ادارې دغې کډوالو ته رسيدلې نه دي. نو د دې سزا کډوالو له ورکول نه دي پکار. زما په فکر يو کډوال هم غير قانونه نه دی. دا خبره غلطه ده چې کارډ والا قانوني دي او بغير کارډ والا غير قانوني."

دا هم ولولئ... امير حيدر خان هوتي: افغانان په زور مه باسئ.

د جماعت اسلامي ګوند غړی او د خیبر پښتونخوا سينير صوبايي وزير عنايت الله خان وايي چې بايد د نړيوال او قامي قانونو تر مخه افغان کډوالو ته پاکستاني شهريت ورکړل شي.

هغه زياته کړه: "زموږ ژبه يوه ده زموږ زموږ نسل او مذهب يو دی. افغانانو قرباني ورکړې ده او د روس نه يې پاکستان خوندي کړی دی. نو هغوي داسې په سپکه طريقه نه دي اوباسل پکار. پاکستان کې ميشت ۷۰ فيصده افغان کډوال هم دلته زيږيدلي دي نو د نړيوال قانون مطابق بايد چې شهريت ورکړل شي."

مرکزي حکومت پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کيدو موده د روان کال تر ۳۱م دسمبر پورې غځولې ده او د يو اين ايچ سي آر تر مخه د کډوالو د واپسۍ عمل د مخکې په پرتله ګړندی شوی دی.

ويډيو: په بورډ بازار کې د افغان تجارانو ستونزې

په بورډ بازار کې د افغان دوکاندارانو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

XS
SM
MD
LG