د لاسرسي ځای

تازه خبر

بندي وسيم اختر د کراچۍ د ښاروال په توګه سوګند پورته کړ


وسيم اختر
وسيم اختر

د متحده قامي مومنټ ګوند وسيم اختر د کراچۍ د درويشتم ښاروال او ارشد وهره د مرستيال ښار وال په حېث د نهې په ورځ د خپلې څوکيو سوګند پورته کړ. وسيم اختر په خصوصي توګه د پوليسو په امنيت کې له زندان څخه د ښار پولو ميدان ته راوستل او له سوګند پورته کولو وروسته بېرته جېل ته بوتلل شو.

پر نوموړي د ۲۰۰۷ کال د مئ د دولسم تاريخ د تشدد په پېښو کې د لاس لرلو تور دی. په دغه ورځ د وکيلانو د مظاهرې پر مهال ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کراچۍ د ښاروال سوګند پورته کولو په دې غونډه کې د متحده قامي مومنټ مشرانو او د بيلا بيلو هېوادونو سفارتونو استازو برخه اخيستې وه.

په دې موقع وسيم اختر وويل چې هغه د متحده قامي مومنټ نه بلکې د ټولې کراچۍ ښاروال دی او پر دې موقع يې د خپلې نعرې سره سره د پيپلزګوند او تحريک انصاف نعرې هم ووهلې.

هغه زياته کړه: ((د ميېر (ښاروال) په توګه تر سوګند کولو وروسته ما فېصله کړې چې عدالت ته به د ضمانت درخواست ورکوم او زما يقين دی چې عدالت به ما ته انصاف راکوي. چې زه کله هم راخوشې شم نو تاسو له به راځم. ستاسو دفترونو ته به راځم او له تاسي به د ښه کار لپاره لارښوونه اخلم.))

وسيم اختر
وسيم اختر

د سوګند تر پورته کولو وروسته د ښار پخواني مشر يا اېډمنسټرېټر لييق احمد وسيم اختر ته د ښار روايتي چابي ورکړه چې مطلب يې د ښار ټول واک اختيار ښاروال او مرستيال ښاروال ته سپارل وو.

خبريالانو سره د خبرو پر وخت د اېم کيو ايم پاکستان مشر ډاکټرفاروق ستار وويل چې که څه هم وسيم اختر په جېل کې دی خو زر به هغه د ښار ټول واک اختيار په خپله چلوي او هڅه به کوي چې ټول ولس د ځانه سره يو کړي.

((زمونږ د ټولو سره سره په ښار کې د ځځلو ډېرانونه هم نوي ښاروال ته هرکلی وايي.په ښار کې د څښلو د اوبو، د ګاډو او روزګار ستونزې دي. مونږ به شا ته نه ګورو. کراچۍ به په تېزۍ سره د پرمختيا پر لار راولو، د جمهوريت يوه نمونه به جوړوو،دغه نمونه به ګډ جمهوريت او پرمختيا خواته بيايو. په دې پرمختيا او بيا رغونې کې به د عام ولس برخه وي. زه کراچۍ خپله ګڼم مونږ ټول يې خپله ګڼو.))

يو شپېته کلن وسيم اختر د کراچۍ لومړی ښاروال دی چې د يد پر مهال يې ټاکنې وګټلې او لومړی زنداني ښاروال دی.

XS
SM
MD
LG