د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د بندو ښوونځيوو د پيلولو کوښښ


مومندو کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې هم ډير ښوونځي وران شوي دي.
مومندو کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې هم ډير ښوونځي وران شوي دي.

مومندو کې چارواکي وايي هغه څلويښت ښوونځي يا سکولونه به بيرته پيلوي چې يوې غيرسرکاري ادارې تر دريوو کلونو پورې وچلول. د چارواکو په خبره دا ابتدايه ښوونځي د نړيوالې خيريه ادارې (IRC) په مالي مرسته دوو ځايي غيرسرکاري ادارو چلول چې د پروژې تر ختمېدو وروسته يې ۲۸۰۰ زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د مومندو د تعیلمي څانګې مشر سعید ګل وايي کوښښ کوي چې دغه ښوونځي بيا پرانيستل شي. نوموړي زياته کړه:

((فاټا ایجوکیشن فاونډیشن ته له دې ښوونځيوو څخه ۱۲ ورکوو. فاټا سیکرټریټ ته مو په ډير ټينګار سره ويلي دي چې دې ښوونځيوو لپاره دې له مرستندويه ادارو ورته پيسې پيدا کړي. خو که داسې ونه شول نو هغه اضافي استادان چې موږ يې لرو، هغه به دې ښوونځيوو ته ورکړو.))

په بندو شوو ښوونځيوو کې شل په پنډيالۍ او شل په پړانګ غار کې دي چې له لومړي کلاس يا ټولګي څخه تر پنځمه پورې پکې درس ورکول کيږي. په دغو ځايونو کې يا خو سرکاري ښوونځي بيخي نشته او يا هم له ابادۍ ډير ليري دي.

ماشومان مو له تعليمه بې برخې شول. اوس يا ګډې بزې څروي او يا هم لارو کوڅو کې ګرځي

ځايي اوسيدونکی رحیم شاه مومند وايي د بندو شوو ښوونځيوو تعليمي معيار ډير ښه وو نو که حکومت يې بيا پيلوي بايد چې زده کوونکو ته په همغه معيار زده کړې ورکړل شي. هغه په مومندو کې د حکومت پر تعليمي سيسټم نيوکې کړي او وي ويل:

((که چیرته يوه سيمه کې لس ملکان دي نو هلته لس سکولونه جوړ شوي دي خو په کوم ځای کې چې ملک نشته نو هلته سکول هم نشته. له دې وجې ځوانان بې تعليمه او جاهله پاتې کيږي.))

له بندو شوو ښوونځيوو څخه د پړانګ غار د يوسف اباد خلکو خپل ځايي ښوونځی بيا پرانيستی دی. دوی دغلته کارکوونکي استاد او چوکيدار ته د راجمع کړو پيسو څخه تنخا ورکوي.

د پنډيالۍ او پړانګ غار خلک د دې ښوونځيوو په بندېدو خفه دي او وايي چې ماښومان يې اوس په لرو کوڅو کې ګرځي.

د پنډيالۍ نذير شير مومند د خپل کلي د يو ښوونځي په اړه وايي: ((زما کلي کې چې کوم ښوونځي وو، مابڼ سکول یا اومۍ کور سکول ورته وايي. هغه کې پنځه اويا جينکيو سبق وايه. اوس له هغې يو ښوونځی شپږ کيلوميټره ليری دی او بل لس کيلومټره. دا ماشومان اوس يو ته هم نه شي تللی. ډير ليري دي.))

XS
SM
MD
LG