د بولدک-چمن لار خلاصولو لپاره د پاکستان شرطونه
د سپین بولدک او چمن تر منځ د دروازې له تړل کېدو څخه ۱۲ ورځې تېرېږي. د دغې ستونزې تر ټولو ډېر زیان د انګورو هغه سوداګرو او باغ لرونکو ته رسېږي چې ټول کاليې په هند او پاکستان کې د خپلو محصولاتو د خرڅلاو خوبونه لیدل. په سپین بولدک کې د دروازې دا نامعلوم برخلیک که څه هم اوس د سوداګرو انتظار پای ته رسولی خو سلګونه نور کسان چې د دروازې په دواړه غاړو کې ورځنی کاروبار لري لاهم هره ورځ د دروازې د خلاصېدو انتظار باسي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دواړو غاړو غوښتنه وکړه چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي: "دا لاره چې بنده شوې زموږ کاروبار هم په ټپه ولاړ دی، له دواړو حکومتونو مو غوښتنه دا ده چې لاره دې خلاصه کړي، بېکاري یې زیاته کړې، ۱۰۰۰ تنه یوازې په ګمرک کې بېکاره شوي دي."