د لاسرسي ځای

تازه خبر

په يمن کې ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژلي


د يمن امنيتي چارواکي وايي چې د هېواد په جنوبي ښار عدن کې يو ځانمرګي بريد کې نن(دوشنبه) ۲۵هغه حکومت پلوه پوځيان وژل شوي دي چې د يمن شمالي سرحد کې جګړې کولو لپاره سعودي عرب ته د تګ په تياريوو بوخت وو.

د يمني چارواکو په خبره بريد کې تر شپيتوو ډير کسان زخميان شوي هم دي چې نيزدي دريوو هسپتالونو ته درملنې لپاره ليږدول شوي دي. دې موټر بم حمله کې د دوو ښوونځيوو او يو جومات سره نيزدي هغه ځای په نښه کړی چې پوځيانو پکې نوم ليکنه کوله.

داعش وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري منلي ده او ادعا يې کړي چې شپيته کسان يې وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG