په ننګرهار کې افغان چارواکي وايي چې د دوشنبې په سهار شاوخوا درې بجې د چپرهار ولسوالۍ په سپین جومات او شین کندي سيمو کېد کورنيو ځواکونو د هوايي او ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۷۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۷ تنه يې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي مشال راډيو ته نن(دوشنبه) وویل چې دې عملياتو کې د وسله والو مرکزونه په نښه شوي دي.
بلخوا طالبانو رسنيوو ته ليږلې ايميل کې يوازې د خپلو پنځوو کسانو د وژنې تاييد کړی دی.