د لاسرسي ځای

د امريکا د بهرنيو چارو وزير بنګله‌دېش ته ورسېد


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن(دوشنبه) د بنګله دېش پلازمینې ډاکې ته ورسېد، ټاکل شوې نوموړی له بنګله دېشي چارواکو سره ...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن(دوشنب) د بنګله دېش پلازمینې ډاکې ته ورسېد.

ټاکل شوې نوموړی له بنګله دېشي چارواکو سره د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبري وکړي.

دا بنګله دیش ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کري لومړنی سفر دی.

دا بنګله دېش ته دبهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کري لومړنی سفر دی.

دا بنګله دېش ته دبهرنیو چارو د وزیر په توګه د جان کري لومړنی سفر دی.

تر دې دمخه جان کېري په جنیوا کې د سوریې په اړه بحث درلود او هلته یې تصمیم ونیو چې د بنګله دېش له چارواکو، مخالفینو او هغو سیمه ییزو مشرانو سره وګوري چې له یو شمېر تندلارو له بریدونو سره په مبارزې بوخت دي.

په بنګله دېش کې تر ټولو وروستی ترهګري برید چې تېره میاشت په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه رستورانت وشو ۲۰ تنه په کې ووژل شوه چې اولس تنه یې بهرنیان و.

د هغه برید مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې اخستی وو، خو د بنګله دېش چارواکي وایي، په هغې پېښې کې د جماعت مجاهدین بنګله دېش لاس وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پام کې لري د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاري ترڅنګ د نورو مسایلو لکه بشري حقونو او د اقتصادي ودې په اړه هم له چارواکو سره خبرې وکړي.

جان کېري به په بنګله دېش کې تر لنډې دمې وروسته هند ته ولاړ شي او هلته به د هند او امریکا تر منځ د ستراتیژیک بحث په اووم دور کې برخه واخلي.

دا بحثونه داسي مهال کېږي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې لانجې راپورته شوي دي.

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کې ځایي اوسیدونکو د هند د واکمنۍ پر ضد پراخې مظاهرې کوي.

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعا کوي

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعا کوي

هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعا کوي او له همدې کبله تر اوسه د دوی تر منځ درې ځله سختي جګړې شوي دي، خو امریکایي چارواکي وایي، ټاکل شوې جان کري به د دغې لانجې د هوارولو لپاره دواړه هېوادونه خبرو ته وهڅوي.

ډېری کشمیریان د هند د واکمنۍ ختمېدل غواړي او د خپلواکۍ په لټه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په دې سفر کې د هغه هېواد د سوداګرۍ وزیر او د امریکا د دولسو حکومتي ادارو او تاسیساتو لوړ پوړي چارواکي هم ملګري دي.

دوی له هند سره د اقتصادي اړیکو د لا ډېرېدو هڅه هم کوي.

XS
SM
MD
LG