د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې ممکنه اصلاحات او انساني حقونه


د پاکستان د انساني حقونو کمیشن وايي په قبایلي سیمو کې د حکومتي اصلاحاتي کمیټۍ له اړخه د جرګو او رواجونو برقرار ساتلو وړاندیز اندیښمن کړي دي چې دا راز به دغلته د انساني حقونو سرغړونه دوام ومومي.

د دې کمیشن مشرې زهره یوسف مشال رېډیو ته وویل پکار دي چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو سره د سیمې خلکو ته د نور هېواد په څیر انساني حقونه ورکړل شي.

نوموړی وویل

((که په قبایلي سیمو کې د جرګو او رواجونو سلسله جاري وي نو دا اندیښنه شته چې خلک له بنیادي انساني حقونو محرومه شي. مونږ دا وایو چې په دغو سیمو کې دې د نور هېواد په شان قوانین نافذ کړل شي او پکار دي چې د ایف سي آر د ختمولو نه پس په قبایلي سیمو کې ځايي خلکو ته د هېواد د نورو وګړیو سره برابر انساني حقونه ورکړل شي))

زهره یوسف زیاته کړه تمه کوي چې وفاقي حکومت به دا وار په قبایلي سیمو کې حقیقي اصلاحات راولي.

بلخوا د عوامي نېشنل ګوند یو مشر او شنونکی افراسیاب خټک وايي داسې ښکاري چې د جرګو او روایاتو په نوم په قبایلي سیمو کې زوړ نظام جاري ساتلو هڅې روانې دي.

((مونږ پښتانه یو او د خپلو جرګو او روایاتو احترام کوو خو څنګه چې په خېبرپښتونخوا کې وړی مسلې د جرګو دلاری هواریږي او لویې مسلې عدالتونه حل کوي، دغه راز پکار دي چې په قبایلی سیمو کې هم د پاکستان د نورو برخو په څیر قانون عملي کړی شي، دا ډول چې په قبایلي سیمو کې کوم ناسم روایات وي د هغې ختمول ډیر مهم دي. د وخت سره سره په هره ټولنه کې بدلون کیږي، په قبایلی سیمو کې هم د بدلون ضرورت دی))

نوموړی وویل قبایلي سیمو ته د عدالتي نظام د غځولو او په راتلونکي کال کې د بلدیاتي انتخاباتووړاندیزونه د ستاینې وړ دي.

بلخوا د پیښور هايي کورټ پخوانې چیف جسټس او په ایف سي آر قانون کې د اصلاح لپاره جوړ شوي یو پخواني کمیشن مشر میا اجمل خان وايي قبایلي ولس تل د خپلو جرګو جاري ساتلو غوښتنه کړی ده. نوموړي زیاته کړه چې د دې ممکنه اصلاحاتو تر مخه به خلک د جرګو د فېصلو خلاف عدالت ته د رجوع کولو حق ولري او که چیرته د انساني حقونو خلاف ورزي کیږي نو عدالت به هغه فېصلې ردوي.

((د دې سیمې د اصلاحاتو لپاره جوړې شوې هرې کمیټۍ او کمیشن ته قبایلی خلکو وېلي چې د دوي د جرګو روایت دې برقرار وساتل شي. باقي چې دې سیمو ته عدالتي نظام وغځول شي نو د انساني حقونو حفاظت به یقیني شي. یعنې د شخړې فریقینو ته به دا اختیار ورکول کیږي چې په جرګه فېصله کوي او که په عدالت. دا راز د جرګې کومه فېصله چې د انساني حقونو سره په ټکر کې وي د هغې متاثرین به عدالت ته اپیل کولی شي.))

یاده دې وي چې د ترهه ګرۍ د مخنیوي لپاره جوړ شوي شل نکاتي قامي ایکشن پلان کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو خبره هم شامله ده. دې لړ کې وزیراعظم نواز شریف د خارجه چارو د سلاکار سرتاج عزیز په مشرۍ اصلاحاتي کمیټي جوړه کړی. دې کمیټۍ د ټولو قبایلي سیمو د سفرونو نه پس په دې ورستیو کې وزیراعظم ته خپل سفارشات وړاندی کړي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG