د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب دفاع وزیر د پاکستان سفر کړی


د سعودي عرب د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان دورې پر مهال له وزيراعظم نواز شريف سره په اسلام آباد کې ملاقات کړی او د سيمي د صورتحال په ګډون په مختلفو څانګو کې خپل مينځي مرستې زياتولو د ارادې څرګندونه يې کړې ده.

د وزير اعظم دفتر خپل جاري شوي يو بيان کې ويلي دي چې د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د اتوار په ورځ په يوه ورځنۍ دورې اسلام آباد ته رارسيدو وروسته یې له وزيراعظم نواز شريف سره ملاقات وکړ او دواړه چارواکو خپل مينځي تعلقاتو ته وده ورکولو علاوه په مختلفو چارو خبرې اترې وکړې.

بلخوا پاکستاني مطبوعات وايي چې وزيراعظم نواز شريف او شهزاده محمد بن سلمان خپل مېنځي ملاقات کې د مينځني ختيځ په ګډون له داعش سره د مقابلي او د سيمه ييز صورتحال په اړه هم خبرې اترې وکړې،

د ملاقات پر مهال وزيراعظم نواز شريف شهزاده محمد بن سلمان ته د سعودي عرب سلامتۍ ته راپيښو خطراتو پر ضد د مرستې باور هم ورکړی دی.

د پاکستان سرکاري ټېلیویژن وايي چې د سعودي عربستان دفاع وزير د پاکستان پوځ له مشر جنرل راحيل شريف سره هم ملاقات وکړ او دواړه ملکونو ترمينځه دفاعي مرستې زياتولو په ګډون سيمه ييزي سلامتۍ په چارو يې خبرې وکړې،

د ذکر ده چې پاکستان د داعش او نورو وسله والو تنظيمونو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ کې جوړ پوځي اتحاد برخه ده،

پخوانې سفارتکار بيرسټر زاهد سعيد وايي چې پاکستان خو د دغه اتحاد برخه ده خو تر دې دمه يې خپل پوځ نه دې ليږلې نو ښکاري داسې چې هم دغه لړ کې نوموړي د پاکستان سفر کړی دی،

د زاهد سعيد په وينا چې پاکستاني چارواکو سعودي عرب ته دا باور ورکړې چې داعش پر ضد به يې مرسته کوي او که پاکستان خپل پوځ ليږي نو داعش دلته خپلې کارروايانې نورې هم زياتولې شي نو بايد چې حکومت له احتياطه کار واخلي.

ياده دې وي چې د شهزاده محمد بن سلمان په روان کال کې د پاکستان دا دويمه سفر ده.

نوموړي د روان کال په جنورۍ مياشت کې هم د پاکستان په سفر اسلام آباد ته راغلی وو.

XS
SM
MD
LG