د لاسرسي ځای

د افغانستان کرکټ بورډ او بنګله دیش کرکټ بورډ ادارې د څو اړخیزو خبرو اترو ورسته د روان کال سپټمبر میاشتې په ورستیو کې د ملي لوبډلو ترمنځ د دریو ۵۰ اوریزو لوبو هوکړې ته ورسیدلې.

د افغانستان کرکټ بورډ اداري چارواکي د څه مودې راهیسې په دې هڅه کې ول ترڅو، د ملي لوبډلې لپاره د یو شمیر بشپړ غړو هېوادونو سره لوبې برابرې کړي، چې په دې برخه کې چارواکي بریالي شول او د روان کال سپټمبر میاشت په ۲۵ مه، ۲۸مه او داکتوبر په لومړۍ نیټه به افغان کرکټ ملي لوبډله له بنګله دیش ملي لوبډلې سره درې نړیوالې پنڅوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش ټولو هېوادوالو ته د دغه سریز برابرولو په موخه مبارکي وویله او د بنګله دیش کرکټ بورډ څخه یې مننه وکړه چې یادو لوبو لپاره یې خپله هوکړه پر ځای کړه.

نسیم الله دانش وویل ملي لوبډلې لپاره به پوره چمتوالي زمینه برابره وي ترڅو په دغو نړیوالو لوبو کې د بشپړ غړي هېواد پر وړاندې د تل په څیر هېوادوالو ته خوښي ورکړي.

دانش وویل موږ په دې هڅه کې یو چې له نورو هېوادونو سره هم ملي لوبډلو ته لوبې برابرې کړو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي هم د بنګله دیش له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې دې فرصت لپاره یې خپلې هر اړخیزې همکارۍ ونه سپمولې.

شفیق الله ستانکزي زیاته کړه تر دې وړاندې افغانستان د نړۍ ستر هېوادونه مات کړي او په ډېر چمتوالي سره به افغان ملي لوبډله دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

ستانکزي زیاته کړه د دغه یو ورځني نړیوال سریز کوربتوب به بنګله دیش کوي.

هیره د نوي یادې ټولې لوبې به د بنګله دیش د میر پور ښار په شیر بنګال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG