د لاسرسي ځای

خوست: په ځاځي میدان کې د ۶۴ میلیونه افغانیو پروژې پیل شوې


د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پوهنې وزارت سره د یو شمېر نړیوالو همکارو موسسولخوا د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې د برخې لپاره د ځنو ودانیزو پروژو کارونه پیل شول.

په دې پروژو کې د معارف په چوکاټ کې د یوې دیني مدرسې او یوه ښوونځي لپاره ودانۍ او یو شمېر نورو ښوونځیو لپاره چاردیوالۍ، د اوبو څاه ګان، تشنابونه او نور ملحقات شامل دي.

خوست والي حکم خان حبیبي په ځاځي میدان کې د قومي مشرانو او سیمه والو یوې غونډې ته وویل، چې دا پروژې يې د دې لپاره ځاځي میدان ته ورکړي، چې هغوی د نظام د ساتنې او امن د ټېنګولو لپاره ډېره قرباني ورکړې ده.

نوموړي وویل، د خوست ولایتي اداره غواړي چې په ځاځي میدان کې د زده کړو د ښو شرایطو د برابرولو له لارې د یادې سیمې نوي نسل ته د نظامداری په چارو کې د پراخه ګډون زمینه برابره کړي.

پوهنمل حکم خان حبیبي زیاته کړه:

((زه همدا نن د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چې نږدې یو میلیون ډالر ترې جوړیږي دا مې په یو داسې سکټور کې راوړي چې که نن تاسو قرباني ورکوئ، ستاسو سربازان اولادونه د دې وطن پت او عزت ساتي، زه غواړم چې سبا ستاسو اولادونه د دې مملکت چارې هم په لاس کې ولري.))

خوست والي د هېواد په دننه کې ځوانانو لپاره د دیني زده کړو د حاصلولو د اغېزو په باب وویل، چې د حکومت په چوکاټ کې په دیني مدرسو کې د طالب العمانو زده کړې هغوی ته هېوادنۍ روحیه ورکوي.

د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې په دیني مدرسه نږدې ۱۶ میلیونه افغانۍ، د سواکیو د لیسې پر ودانۍ څه باندې ۱۵ میلیونه افغانۍ او د ښوونځیو د اړتیا وړ ملحقاتو باندې چې د ښوونځیو چاردیوالی او په ښوونځیو کې څاه ګان هم په کې دي، نږدې ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د خوست د ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي د ځاځي میدان د خلکو لخوا د روغتیا په برخه کې د مطرح شویو ستونزو په باب په خپلو خبرو کې وویل، چې څه موده مخکې ولایتي شورا غړو په ډله ییزه توګه د عامې روغتیا وزیر سره لیدلي او نوموړي ورسره په راتلونکې کال کې پدې ولسوالۍ کې د یو پنځوس بستریز روغتون د جوړولو ژمنه کړې ده.

عبدالولي واحدزي وویل:

((د خوست ولایتي شورا چې دوه هفتې مخکې مو کابل ته سفر درلود، د ځاځي میدان لپاره مو ځانګړي غوښتنې کړي دي، د عامې روغتیا وزارت څخه مو غوښتنه وکړه، چې د ځاځي میدان د ولسونو لپاره یو پنځوس بستریز روغتون فعال شي، وزیر صیب پدې برخه کې کلکه ژمنه کړې ده، هیات هم راغلی وو، سروې يې هم کړې ده او انشاالله راتلونکی کال به دا کار ترسره کوي.))

د ځاځي میدان یو تن دیني عالم مفتي محمدامیر مخلص د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د یادې سیمې د ځوانانو د قربانیو یادونه وکړه.

ده وویل، د دولت مخالفین په افغان سرتیرو پورې تبلیغات کوي، خو ده په دیني روایتونو د افغان ځواکونو رښتینولي ثابته کړې ده:

((دښمن وايي چې زموږ د سربازانو جنازه نه کیږي، جنازه د باغیانو نه کیږي، جنازه د هغو کسانو نه کیږي چې هغوی مسلمانان قتلوي، د یو مسلمان جنازه څنګه نه کیږي، قسم دی چې په قران سره مې ثابته کړې ده، په حدیثو سره مې ثابته کړې ده، چې زموږ سرتیري مجاهدین دي، دا شهیدان دي او دښمن په غلطه دی.))

د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسیدونکو ویل، چې د اوسني نظام د ساتنې لپاره د دوی خواوشا یو نیم زر ځوانان وژل شوي او ټپیان شوي او اوس هم د یادې سیمې سلګونه ځوانانو د افغان ځواکونو په لیکو کې په دندو بوخت دي.

همدارنګه دوی د خپل قومي یووالي پرمټ خپله سیمه کې ډاډمن امنیت ټېنګ کړی، خو لکه څرنګه چې ښيي افغان حکومت د ځاځي میدان بیارغونې او پرمختګ ته لازمه پاملرنه نده کړې.

XS
SM
MD
LG