د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزیرستانه راغلي افغان کډوال له مرستو بې برخې دي


له وزیرستانه هغه سلګونه افغانۍ کورنۍ چې ډېری يې د افغانستان د کندز، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي دي، او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله دوه کاله وړاندې خوست ته راغلي وايي، چې دوی سره د یونیسیار یا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنری لخوا هېڅ ډول مرستې نه کیږي.

هغوی د پاکستان له حکومت نه هم غواړي، چې له میرانشاه او د وزیرستان له نورو سیمو څخه د دوی د مالونو د راوړلو لپاره دې د لنډ مهال لپاره د غلام خان لاره پرانیزي.

له وزیرستانه راستانه شویو افغان کډوالو یادې غوښتنې مشال راډیو سره په خبرو کې شریکې کړې.

د جنت ګل په نوم د کندز یو تن اوسیدونکي وویل، چې د پاکستان حکومت دې د راستانه شویو افغان کډوالو، د یادو ستونځو په هواري کې مرسته وکړي.

جنت ګل زیاتوي:

((د میرانشاه په ډنډو کې پروت وم د پاکستان د پوځ د ضرب عضب د اپریشن وروسته راغلي یو، دلته په شمل کې پراته یو، د یونسیار کارټونه لرو، خو څوک مرسته پرې نه راکوي، زموږ دوکانونه او مالونه ټول په میرانشاه کې ضبط پراته دي، موږ د پاکستان له چارواکو غواړو چې پدې مجلس وکړي، باید چې زموږ غور امریکا هم وکړي ځکه چې ضرب عضب يې راشروع کړ، زموږ د دېرشو کلونو مالونه هلته پاتې شول، له موټر نیولې بیا تر دوکانونو هر څه هلته پاتې دي.))

د ازاد خان په نوم د پکتیکا د نکې ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې له خپلې کورنۍ سره دا دوه کاله مخکې له وزیرستانه راغلی وايي، چې د یونیسیار لخوا دوی ته په ورکړل شویو کرټونو کې ایله درې میاشتې موده پاتې ده.

دی غوښتنه کوي چې دا کرټونه دې پدې ځای کې له دوی ټول شي، تر څو دوی د یونیسیار د هغو امتیازاتو بې برخې پاتې نشي، چې بېرته ستنیدونکو لپاره يې لري.

د رحیم الله په نوم د کندز د مرکز اوسیدونکی چې نوموړی هم له وزیرستانه خپلې کورنۍ سره راستون شوی وايي، چې دوی ته دې د وزیرستانه د خپلو مالونو د را ایستلو لپاره لارې خلاصې شي او هم دې په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو په شان دوی ته هم حقوق او امتیازات ورکړل شي، ځکه تر اوسه کوم کاروبار نلري.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د راستانه شویو افغان کډوالو ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او لامل يې دا په ګوته کوي، چې دې کورنیو د راستنیدو پر مهال ځانونه یونیسیار سره ندي ثبت کړي او کله چې کډوال ثبت نشي، بیا دا ډول ستونزې پیدا کیږي.

ده وویل، د خوست ولایتي ادارې دې کورنیو سره هم د خپلو امکانانو او ځنو همکارو موسسو په واسطه مرستې کړې دي.

مبارزمحمد ځدراڼ وړاندې وايي:

((راستانه شویو افغان کډوالو ته د مرستو د نه ورکولو په اړه د یونیسیار د مرستو د نه ورکولو دلیل دادی چې راستانه شوي کډوال باید د را اوښتو پر مهال په پوله یا بل ټاکلي ځای کې ثبت او راجسټر شي، تر څو دوی ته مالومه شي، چې دا یو کډوال وو او اوس بېرته خپل هېواد ته ستنیږي، نو اوس ځکه رامنځته شوې، چې دوی په هماغه وخت کې ثبت شوي ندي، ولې بیا هم موږ هڅه کې چې د ای او ایم او نورو مرسته کوونکو ادارو همدارنګه له خپلو حکومتي امکاناتو څخه دوی سره مرستې وکړو.))

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د دې پوښتنې په ځواب کې چې په خوست کې میشتو وزیرستاینو کډوالو ته هم د پخوا په پرتله مرستې کمې شوي وویل، چې د یونیسیار د اصولو سره سم هغو کورنیو ته چې د بای میټریک سیستم ته داخلې شوي، په منظم ډول مرستې ویشیږي، خو هغه کورنۍ چې دې سیستم ته ځانونه نه داخلوي، ځنې نورې مرستندویه ادارې ورسره په لږه اندازه مرستې کوي.

مبارز ځدراڼ په نړۍ کې د مهاجرتونو بحران هم په افغانستان کې کډوالو ته د یادو مرستو د کمیدو له مهمو لاملونو څخه بولي.

XS
SM
MD
LG