د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفنديار: زه پخوا هم افغان وم، اوس هم يم او بيا به هم يم


اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې سرشمېرنه قصداً نه کوي او د پښتنو شناختي کارډونه له دې کبله بند شوي چې پښتانه ځان له افغان ګڼلو راوګرځوي.

نن د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې د خپل ګوند د یوه وژل شوي مشر شعېب خان یاد غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل چې د پښتنو شناختي کارډونه دې په يوه او بل نامه نه بنديږي.

هغه زياته کړه: ((زه پخوا هم افغان وم، اوس هم يم او په راتلونکې کې به هم يم. دلته د پښتنو په اسنادو کې د هغوی پيژندګلوئ سره ځکه افغان ليکلی شوی چې موږ ټول افغانان يو. موږ ته دا مه واياست چې پاکستان خپل کړو که خپل پلار نيکه! دوی ځکه دا شناختي کارډونه بندوي چې غواړي پښتانه ځان ته نور افغان ونه وايي.))

پښتنو سيمو کې سرشميرنې نه کيدو کې د پنجاب ګټه ده

ياده دي وي چې د پاکستان مرکزي حکومت په لکونو شناختي کارډونه په دې شک بند کړي چې يا خو جعلي دي او يا هم غير پاکستانيانو ته ورکړل شوي دي​

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په دې غونډه کې وويل پنجاب صوبه نه غواړي چې د پاتې دريوو صوبو سمه ابادي معلومه شي.

​اسفنديار ولي خان زياته کړه: ((که سرشمېرنه وشي نو بیا به معلومه شي چې د پنجاب پرتله د دريو صوبو ابادي زیاته شوې ده. د دې معنا دا ده چې که [قامي مالیاتي اېوارډ] اعلانېږي نو بیا به زیاته برخه وړو صوبو ته ورکول کېږي او پنجاب ته به کمه برخه ځي. له دې وېرې هغوی سرشمېرنه نه کوي. د امنيت ستونزه هسې يوه بهانه ده.))

ياده دي وي چې د پاکستان مرکزي حکومت په لکونو شناختي کارډونه په دې شک بند کړي چې يا خو جعلي دي او يا هم غير پاکستانيانو ته ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت پښتنو سيمو کې د بې امنيوو د دليل په وړاندې کولو سره ويلي چې سرشمېرنې ته حالات برابر نه دي.

اسفنديار د خپل ګوند يوه مشر شعيب خان سره. شعيب خان د دې کال په جولايي کې طالبانو په ډزو وژلی وو
اسفنديار د خپل ګوند يوه مشر شعيب خان سره. شعيب خان د دې کال په جولايي کې طالبانو په ډزو وژلی وو

اسفندیار ولي خان وویل دا کال جولايي مياشت کې وژل شوي، د عوامي نيشنل ګوند يو مشر شعيب خان ستاینه وکړه او د هغه د وژونکو نه نيول کېدو له وجې پر حکومت نيوکې وکړي.

هغه زياته کړه چې حکومت پر اعلان کړې ترهګرۍ ضد قامي تګلارې پوره عمل نه دی شوی. ده وویل چې په سياست کې يې په لومړي ځل د پوځي عدالتونو تريخ ګوټ وکړ او ورسره راضي شول خو بيا هم د ترهګرۍ ختمولو لپاره لازم ګامونه وانخيستل شول.

هغه زياته کړه: ((که پر دې تګلارې عمل شوی وي نو بیا دې د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پارلېمان ته ټول تفصیل ورکړي چې تر اوسه څه شوي دي.))

XS
SM
MD
LG