د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جعلي شناختي کارډ لرونکو ته نور وخت ورکړ


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو خلکو ته یوه میاشت نور وخت ورکړی دی چې جعلي شناختي کارډونه یې جوړ کړي دي.

دا اعلان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې له يوې مهمې غونډې وروسته و کړ.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي له مخې د کورنېو چارو وفاقي وزیر په مشرۍ غونډه کې وويل شول چې تر اوسه نولس زره پنځه سوه جعلي شناختي کارډونه په ګوته شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر وويل باید چې ټول غېرملکیان په خپله خوښه جعلي شناختي کارډونه واپس کړي ګنې پر ضد به يي کاروايي کيږي. چوهدري نثار زياته کړه د شناختي کارډونو جوړولو ادارې هغو کارکونکو پرضد به هم د ستمبر له لومړۍ نيټې څخه کاروايې پېلوي چا چې د جعلي شناختي کارډونو په جوړولو کې مرسته کړې وي.

يادې غونډې ته په خپله وينا کې د نادرا مشر عثمان یوسف مبین وویل تر اوسه پورې دوي د ۵ کروړه ۶۰ لکه شناختي کارډونو تصدیق کړی دی او دا عمل لا هم روان دی.

د پاکستان د کورنېو چارو وزارت تردې وړاندې د اګست یو دېرشمه د وروستۍ نېټې په توګه اعلان کړې وه.

که څه هم په اسلام آبادکې د دفاعي چارو کارپو او پخوانی برېګېډیر سېد نزيز وايي د شناختي کارډونو د تصديق عمل يو ښه ګام دی چې د لارې به يې په ترهه ګرۍ قابو ومېندل شي او د شناختي کارډونو نظام به هم منظم شي خو بل لورې ته يو شمېر پښتانه وايي چې په دې عمل کې د دوي ډيرې کارډونه بلاک شوې دي. دوي دا هم وايي چې د تصدیق په عمل کې تنګول کېږي نو باید چې له دې عمله ډډه وشي. د شناختي کارډونو د تصدیق عمل د ترهه ګرۍ پر ضد د قامي تګ لارې مهمه برخه ده چې تيره مياشت پېل شوی.

دا له هغه وروسته ده چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پر داسې مهال د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو چې د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ ورسره وو.

XS
SM
MD
LG