د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټلي په زلزله کې د مړو شمېر ۲۸۱ شو


په اټلي کې د اګست پر ۲۴ د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېر- ۲۸۱ ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ لږ تر لږه څلور سوه نور ټپي شوي هم دي.

د اټلي حکومت د زلزلې په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په زرګوونو ژغورونکي هڅې کوي چې تر نړېدلو کورونو لاندې شوي خلک ژوندي راوباسي خو دا هیلي پر کمېدو دي چې هغوی به ژوندي وي.

دا له هغه وروسته ده چې د اګست پر څلرویشتمه د روم ښار په شمال ختیځ کې د شپږ اعشاریه دوه درجې زلزله وشوه.

له دې زلززلې وروسته پنځه زره ژغورونکي د خلکو د مرستو هڅې کوي خو د زلزلې په سلګونو وړو ټکانو د هغوی هلې ځلې اغېزمنې کړې دي.

ګمان کېږي چې د ډېر خلک به اوس هم تر نړېدلو کورونو لاندې وي چې زیاتره یې دې تاریخي سیمې ته ورغلي بهرني سېلانیان دي.

د اټلي په لا اقوېلا سیمه کې په ۲۰۰۹م کال کې هم د پنځه اعشاریه نهه درجې زلزلې درې سوه نهه کسان وژلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG