د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن لارې تړل کېدو افغان کډوال ایثار کړي دي


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سپین بولدک پولې تړل کېدو له کبله افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لړۍ درولې ده.

له سیند او بلوچستان ستنېدونکي افغان کډوال د کوټې په بلېلي سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر نژدې ایثار دي.

په کوټه کې د کډوالو د محکمې یو چارواکي نظر محمد د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل ، یوازې دا کډوال نه دي بلکې نورې کډې هم د چمن پر لاره ولاړې دي

د یادونې وړ ده چې د افغان چارواکو په وینا ، پاکستان دا لاره د اګست پر اتلسمه له هغه وروسته وتړله چې په سپین بولدک کې د یو لاریون پر مهال د پاکستان بېرغونه وسوځول شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG