د لاسرسي ځای

پاکستان جعلي شناختي کارډ لرونکو ته نور وخت ورکړ


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو خلکو ته یوه میاشت نور وخت ورکړی دی چې جعلي شناختي کارډونه یې جوړ کړي دي.

دا اعلان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې کړی دی.

د چودهدري نثار په وینا ، تر اوسه درې سوه افغانانو او یو شمېر بنګالیانو جعلي جوړې کړي شناختي کارډونه ور سپارلي دي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه نولس زره پنځه سوه جعلي شناختي کارډونه په ګوته شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د اګست یو دېرشمه د وروستۍ نېټې په توګه اعلان کړې وه.

دا له هغه وروسته ده چې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پر داسې مهال د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو چې د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ ورسره وو.

XS
SM
MD
LG