د لاسرسي ځای

تازه خبر

سارک هېوادونو د خزانې وزیرانو غونډه پېل شوه


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي دي چې هېواد یې د جنوبي اسیا د سیمې ایزې همکارۍ د سازمان له غړیو هېوادونو سره په تجارت کې پرمختګ غواړي چې لپاره یې له دوی سره هرقسمه مرستو ته تیار دي.

دا خبره نوموړي د اګست په ۲۶مه په اسلام اباد کې د سارک غړیو هېوادونو د خزانې وزیرانو په ۸مهغونډه کې کړې ده.

غونډې ته په خپله وینا کې وزیراعظم نوازشریف وویل چې پاکستان د سارک له غړیو هېوادونوسره د تجارت زیاتولو په ګډون په بېلابېلو څانګو کې پرمختګ ته پاملرنه کوياو له داسې غونډو څخه به د غړیو ملکونو ترمنځاقتصادي او تجارتي مرستو ته ودهورسيږي.

(( د سارک غړي هېوادونه له تېرو دریو لسیزو راهیسې د اقتصادي پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او په سیمهکې په امن پر ځای کولو کې مهم کردار لوبوي. پاکستان په سیمهکې د سارک له غړیو هېوادونو سره تجارت ته د ودې ورکولو لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړې دی. زه هیله لرم چې د سارک هېوادونه به د جنوبي اسیا اقتصادي اتحادیه يو حقیقت جوړ کړي او د کسټم مرستو،له غبرګو ټېکسونو نه د بچ کېدو په ګډون به د اقتصادي ترقۍ لپاره ګټورې مشورې ورکوي. زه شکر ادا کوم چې نن پاکستان د خپلو غوره اقتصادي پالیسیو پر اساس سم لور ته روان دی ))

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو تجزیه کار ډاکټر معراج الحق وايي د پاکستان او هند تر منځ د پیچلې تعلقاتو له امله دغو هېوادونه د سازمان له لوظنامو سمه ګټه نه ده پورته کړې.

(( د سارک په غړیو هېوادونوکې تر ټولو لوی تجارتي ملکونه پاکستان او هند دي،خو له څه مودې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه نه دي نو ځکه پاکستان په دې کانفرنسونو کې د شویو تجارتي لوظنامو نه ګټه پورته نکړه او که وکتل شي نو د سازمان پهغړيو هېوادونو کې یواځې دا دوه ملکونه دي چې له یو بل نه اقتصادي ګټه پورته کولې شي ))

د جنوبي اسیا د سیمې ایزې همکارۍ سازمان یا د سارک په غړیو هېوادونو کې پاکستان،افغانستان ، هند ، بنګله دېش ، بهوټان ، نېپال ، مالدیپ او سري لنکا شامل دي.ټاکل شوې چې د سارک۱۹مهسرمشریزه د روان کال د نومبر په نهمه او لسمهپه پاکستان کې وشي.

XS
SM
MD
LG