د لاسرسي ځای

د اېټالیې په زلزله کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۵۰ ته رسېدلی دی او په زرګونه ژغورونکو د ړنګو شویو ودانیو لاندې د ژوندیو پاتې شویو کسانو لټون هڅو ته دوام ورکړی.

د اېټالیې ملکي حفاظت ادارې ویلي، په زلزله کې له ۳۶۰ څخه زیات ژوبل شوي کسان په روغتونونو کې دي.

د چارشنبې یا شورو پر سهار وختي د پلازمېنې روم په شمال – ختیځ کې د راغلې زلزلې زور ۶،۲ وو. د پولیسو، اور وژونکو، پوځي سرتېرو او رضاکارانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د درنو مشینونو په وسیله تر ړنګو شویو ودانیو لاندې ژوندیو پاتې خلکو پسې ګرځي.

اټکل کېږي چې ښايي ډېری کسان لا هم تر ملبې لاندي وي او دا چې په ورکو کې ډېری بهرنیان او هغه خلک دي چې زلزله ځپلې تاریخي سیمې ته په چکر تللي ول.

XS
SM
MD
LG