د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات موټر وې پرانسته شوې ده


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د ملاکنډ په چکدره کې د سوات موټروې پرانیسته کړې ده.

تېره ورځ تر پرانیستې وروسته نوموړي په تاڼه کې جلسې ته په وینا کې وویل، د راتلونکي کال تر پایه به دا لوی سړک جوړ وي:

((په پنځه اربه روپو باندې مو مځکه اخستې ده، په ۳۵ اربه به سړک جوړېږي او د مبارکبادي خبره دا ده چې په پنځلسو میاشتو کې به دا موټر وې ستاسو لپاره مکمل وي. ۲۰۱۷م کال به چې کله ختمیږي نو ورسره به موټر وې هم تیاره وي او د مالاکنډ خلک به انشا الله په څلوېښتو منټو کې کرنل شېر انټر چېنج ته رسیږي))

د موټروې پرانیستو او جلسې ته د تحریک انصاف مشر عمران خان او د خیبر پښتونخوا په واکمن اېتلاف کې د شریک جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم ورغلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG