د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل پوهنتون برید: غني له پاکستانه د ترهګرو ضد اقداماتو غوښتنه وکړه


کابل: افغان ولسمشر اشرف غني له پاکستانه غوښتنه کړې چې د هغو ((ترهګرو ضد جدي)) اقدامات وکړي چې په کابل کې یې پر امریکايي پوهنتون وسله وال برید تنظیم کړی.

د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، اشرف غني نن په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډې پر مهال د پاکستان پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره په ټېلېفون خبرې وکړې.

بیان وايي، جنرال شریف، غني ته ډاډ ورکړ چې تر ((ارزونې وروسته به افغانستان ته د اقداماتو څرګنوالي په اړه معلومات ورکړي.))

بیان وايي، د ملي امنیت ریاست څېړنه ښيي چې پر امریکايي پوهنتون بېګانی برید ((د ډېورنډ کرښې له هغې خوا)) تنظیم شوی وو.

د ولسمشر دفتر بیان وايي، په حمله کې د پوهنتون یو استاد، اووه زده کوونکي، د پوهنتون دوه ساتونکي او درې سرتېري وژل شوي دي.

بیان زیاتوي، په برید او نښته کې د نهو پولیسانو په ګډون د پوهنتون ۳۶ زده کوونکي او کارکوونکي ژوبل شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان پر امریکایې پوهنتون حمله بې رحمانه بللې او غندلې یې ده.

ددغه سفارت په بیان کې د سفیر مایکل مکینلي په حواله راغلي، د امریکا سفارت چمتو دی چې د پيښې د روانو څيړنو په برخه کې له افغان چارواکو سره مرسته او عاملین یې عدالت ته را و کاږي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار هم دا پيښه و غندله.

( موږ په کلکو ټکو دا غندو ځکه چې دا کوم نظامي هدف نه و او د دولت د وسله والو مخالفینو لپاره هم مشروع هدف نشي کیدی.)

ولسمشر اشرف غني نن د دغې پيښې د ټپيانو پوښتنه وکړه او سپارښتنه یې کړې چې د ټپيانو د درملنې لپاره باید هیڅ ډول هڅه و نه سپمول شي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم پر امریکایې پوهنتون حمله غندلې ده.

امریکايي پوهنتون نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې به د پوهنتون څانګې تر ناټاکلي وخته تړلې وي. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG