د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کېري د یمن جګړې پای ته رسیدو لپاره خپل تجویزونه وړاندې کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې دی. تمه ده چې جان کېري د دې سفر په ترڅ کې د یمن د جګړې د پای ته رسیدو لپاره خپل تجویزونه وړاندې کړي.

په یمن کې له ۱۶ میاشتو راهیسې جګړه کې تر شپږ زره پنځه سوه ډېر کسان وژل شوي چې نږدې نیمایي یې ولسي وګړي دي.

تېرکال د مارچ په میاشت کې د سعودي عرب په مشرۍ د عربي هیوادونو ایتلافي ځواکونو په یمن کې د دغه هېواد د حکومت په ملاتړ هوایي بمباري پیل کړه او بیا یې دغلته پوځیان هم واستول.

د یمن حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، حوثي شیعه یاغیانو او د هغوی متحدانو نسکور کړ.

په دې جګړې کې د ولسي تلفاتو له زیاتېدو سره پر عربستان د بشري حقونو ډلو سخت اعتراضونه وکړل.

جان کېري د نایجېریا او کینیا له سفره وروسته پرون جدي ته ورسېد.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG