د لاسرسي ځای

تازه خبر

 ترکي ځواکونو د شام جرابلس ښار ونیوه


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هغه وسله والو، چې ترکیه یې ملاتړ کوي د شام جرابلس ښارګوټی له داعش څخه نیولی دی.

اردوغان پرون په انقره کې د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن سره تر خبرو وروسته وویل، جرابلس ښار څو ساعته وروسته تر هغه سقوط وکړ چې د ترکیې ټانکونه او ځانګړي ځواکونه د امریکا په ملاتړ له سرحده پورې وتل.

پر دې مهال بايډن وویل، څه چې ترکیې کړې دي، دوی یې ملاتړ کوي او امريکايي الوتکې به هم د ترکانو ساتنه کوي.

(( زه غواړم له شک پرته دا روښانه کړم چې امريکا له خپلې متحدې ترکیې سره ولاړه ده. موږ د ترکیې د خلکو ملاتړ کوواو زموږ ملاتړ مطلق دی او هغه به کمزوری نشي.))

بایډن زیاته کړه چې د ترکیې سرحدونه باید د ترکانو له لورې کنټرول شي.

ترکیه وایي، د دې عملیاتو هدف چې د شام د ازاد پوځ په ملاتړ ترسره شو، د داعش او شاميکردانو په مشرۍ د ایتلاف مخنیوی و، چې دغو دواړو ډلو غوښتل د جرابلس ښار لور ته رامخته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG