افغان پولیس وایي چې په کندز کې تصفیوي عملیات دوام لري او له خاص مقاومت سره نه دې مخامخ شوي.
د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي معینیت مرستیال جنرال سالم حساس له کندزه ازادي راډیو ته وویل:
« د کندز امنیتي وضعیت ورځ په ورځ په ښه کیدو دی. عملیات پیل شوي او هوایي بریدونو د دښمن ملا ماته کړې ده»
جنرال حساس زیاته کړه چې د چارشنبې په ورځ یې د کندز ښار ته څیرمه د الچین د پله ساحه ونیوله او امنیتي ځواکونه مخته روان دي.
د جنرال حساس په وینا د تخار لور ته هم پرمختګ کوي، خو ده د دولت مخالفه وسله والو او یا افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې دقیقې شمیرې بیان نه کړې.
طالبانو په کندز کې د خپلو ځواکونو د ماتې په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.