د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایټالیا په زلزله کې د مړیو شمېره ۲۴۷ ته ورسیده


د اټلي د زلزلی وروسته امدادي هلی ځلی
د اټلي د زلزلی وروسته امدادي هلی ځلی

د ايټاليې وزيراعظم ماتیو رینزي تېره ورځ خبرداری ورکړ چې دا وروستۍ شمیرې نه دي. نوموړي وويل چې دا له حده وتلی درد دی.

په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۳۶۸ ژوبل شوي هم دي.

په داسې حال کې چې د ژغورنې چارې روانې دي اوس هم باور کيږي چې ډیری کسان د زلزلې له امله تر ورانو شویو ځایونو لاندې دي. په لادرکه کسانو کې زياتره بهرنيان او هغه کسان دي چې د دغې تاريخي سيمې د ليدو لپاره په رخصتۍ تللي و.

پرون د ايټاليې مرکز روم په شمال ختیځ کې د شپږ اعشاریه دوه ریښتر درجې په کچه زلزله وشوه چې د اکومولي، اماتریچي، پوستا او ارکواتا دل ترونتو ښارګوټې یې ډیر ځپلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG