د لاسرسي ځای

د کابل ښار شپږمه امنیتي حوزه کې پر افغان امریکايي پوهنتون وسله واله حمله شوې.

د راپورونو له مخې په یاده حمله کې یو محصل وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي.

له سیمې نه د ازادي راډیو خبریال وايي چې، لومړی دیاد پوهنتون سره نږدې چاودنه شوې وروسته په وسلو سمبالو وسله والو حمله کړې چې اوس هم روانه ده.

له یاد پوهنتون څخه څو تنو محصلینو رسنیو ته وویل چې د حملې پرمهال په یاد پوهنتون کې یو شمېر محصلین په زده کړه بوخت و.

ویل کېږي چې په یاده حمله کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

افغان امنیتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دامهاله د دې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

افغان امریکايي پوهنتون په کابل کې یو له معتبرو خصوصي پوهنتونونو څخه دی چې ډېره برخه استادان بهرنیان دي.

څو ورځې وړاندې د دغه پوهنتون دوه تنه استادان په کابل ښار کې د ناڅرګندو کسانو لخوا وتښتول شول.

XS
SM
MD
LG